تازه خبرونه ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶

د ملګرو ملتونو د سرمنشي لپاره د اماراتو نومانده د «لوی اسرائیل» د پلان برخه ده: د ایران تور

کوټه(ویب نیوز) د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف د متحده عربي اماراتو پر ډیپلوماټه لانا نسیبه تور لګولی چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د څوکۍ لپاره د هغې نوماندي ښايي د «لوی اسرائیل» پلان ته ډیپلوماټیکه لاره هواره کړي. متحده عربي اماراتو لانا نسیبه د اوسني سرمنشي انتونیو ګوتېرش د ځایناستې په توګه نومولې ده. قالیباف د هغې پخواني دریځونه هم تر نیوکې لاندې نیولي او ادعا یې کړې چې دا نوماندي په غزه کې د اسرائیلو د کړنو د پټولو هڅه ده.