کوټه(ویب نیوز) قطري رسنۍ الجزیرې د یوه لوړپوړي ایراني چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د قطر یو پلاوی تهران ته رسېدلی دی. د سرچینې په وینا، دا سفر د دواړو هېوادونو د عادي ډیپلوماټیکو اړیکو برخه ده. تر دې مخکې رویټرز او قطري ورځپاڼې نیو عرب هم ورته راپورونه خپاره کړي وو، خو د ایران او قطر چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د دې سفر په اړه څه نه دي ویلي.
