تازه خبرونه ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶

سعودي پوځي ائتلاف د حوثیانو د لسو بالستیک توغندیو د شنډولو ادعا کړې

کوټه(ویب نیوز) د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف ادعا کړې چې هوايي دفاعي سیستم یې د هېواد د جنوبي سیمې پر لور د حوثیانو له خوا توغول شوي لس بالستیک توغندي په هوا کې شنډ کړي دي. د ائتلاف ویاند ترکی المالکي په ټولنیزو رسنیو کې په یوه بیان کې د توغندیو د له منځه وړلو خبر ورکړی، خو د احتمالي ځاني او مالي زیانونو په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.