تازه خبرونه ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶

د ریاض پر لور توغول شوی بالستیک توغندی مو شنډ کړی: سعودي ائتلاف

کوټه(ویب نیوز) د سعودي پوځي ائتلاف ویاند ویلي چې د یکشنبې سهار د حوثیانو له خوا د ریاض پر لور توغول شوی یو بالستیک توغندی د هوايي دفاعي سیستم له خوا شنډ شوی دی. تر دې مخکې د فرانس پرېس خبري اژانس یوه خبریال په ریاض کې د چاودنو د غږونو راپور ورکړی و. د احتمالي هوايي ګواښ له امله ځايي اوسېدونکو ته هم د خوندي ځایونو د نیولو خبرداری ورکړل شوی و.