چمن (ځانګړی راپور)
د هېواد د نوموتو تعلیمي ادارې اقراء علمي مرکز چمن – د هلکانو څانګې تر انتظام لاندې د ټولګیو ترمنځ کرکټ ټورنمنټ په ډیر منظم او سوله ایز ډول پای ته ورسېد.
په دې ټورنمنټ کې د ادارې ټولو ټولګیو په پوره جوش او خروش سره برخه واخیسته. د ټورنمنټ کمیټې ټولې لوبې په ډیر نظم او غوره انداز کې ترسره کړې. د یادونې وړ ده چې په اقراء علمي مرکز چمن کې د درسي اصولو ترڅنګ غیر نصابي فعالیتونو ته هم ځانګړی اهمیت ورکول کیږي او په دې اداره کې له لومړۍ ورځې څخه د اوونیزو تقریري سیالیو لړۍ هم الحمدلله روانه ده.
د ټورنمنټ وروستۍ (فاینل) لوبه پرون د نهم ټولګي او اووم ټولګي ترمنځ ترسره شوه. د نهم ټولګي لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پریکړه وکړه. د اووم ټولګي لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې د ۹۶ منډو غوره هدف وټاکه.
په ځواب کې د نهم ټولګي لوبډلې په دوهمه پاڼۍ کې د بیټینګ غوره ننداره وړاندې کړه، د لوبې برخلیک یې بدل کړ او یوازې په ۷ اورونو کې یې د ۹۶ منډو هدف ترلاسه کړ او فاینل یې په خپل نوم کړ.
په فاینل لوبه کې د غوره کارکردګۍ له امله احمد شاه د مین آف دی میچ، او په ټول ټورنمنټ کې د غوره کارکردګۍ له امله د اووم ټولګي حسن خان د مین آف دی ټورنمنټ وټاکل شو.
د ټورنمنټ ځانګړی مېلمه د اقراء علمي مرکز چمن مشر، سینئر خبریال او کالم لیکونکی سید سردار محمد خوندئی و. هغه د دواړو لوبډلو لوبغاړو سره معرفت وکړ او له لوبغاړو سره یې ډله ییز عکس واخیست. د فاینل لوبې د ریفري دندې سینئر ښوونکو جمعه خان او محمد ابراهیم ترسره کړې.
د فاینل په موقع پولیسو د امنیت غوره انتظامات کړي وو. د ادارې په سلګونو زده کوونکو د فاینل لوبې څخه خوند واخیست. د لوبې په جریان کې د دودیز اتڼ ننداره هم وړاندې شوه، د تبصرې دنده نصیب الله او سید محمد ترسره کړه، پداسې حال کې چې د کوریج ټوله ذمه واري امان الله شادمن ترسره کړه.
د ټورنمنټ په بریالیتوب کې د ادارې ټولو ښوونکو مهم رول ولوباوه، پداسې حال کې چې د زده کوونکو په کمیټه کې سعدالله، اقبال خان، سلیمان خان، قسیم خان، سعید الرحمن، ارمان خان، احسان الله، سمیع الله، محمود خان او ودود خان غوره خدمتونه ترسره کړل.
په خپله وینا کې ځانګړي مېلمه سید سردار محمد خوندئی د ټورنمنټ ټولو تنظیموونکو او د پولیسو افسرانو او سرتیرو ته د غوره انتظاماتو له امله د ستاینې پیرزوینې وړاندې کړې او ویې ویل چې “چیرته چې د لوبو میدانونه ودان وي، هلته ټولنیزې بدۍ له منځه ځي.”
په پای کې ځانګړي مېلمه د فاینل ګټونکي لوبډلې لپاره ۱۰ زره روپۍ نغد او د فاینل بایلونکې لوبډلې لپاره ۵ زره روپۍ نغدې جایزې د غوره ټرافیو سره ووېشلې، پداسې حال کې چې غوره لوبه کوونکو ته مډالونه هم ورکړل شول.
