زیارت، لورالايي، موسیٰ خېل (وېب نيوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي عمومي منشي عبدالرحیم زیارتوال تور پورې کړی چې په جنوبي پښتونخوا کې د ناامنۍ او ترهګرۍ له لارې خلک له خپلو سیمو کډوالۍ ته اړ ایستل کېږي، څو ځمکې او سرچینې یې ونیول شي. نوموړي د لورالايي، زیارت او موسیٰ خېل د ګوندي کمېټو غونډو ته په وینا کې وویل، غلاوې، لوټمارۍ، تښتونې، وژنې او باج اخیستنې زیاتې شوې او لویې لارې هم ناامنه دي. هغه د تنګ مسې زۍ د پېښې د عاملینو د نه نیولو او د تښتول شوي ځوان د نه موندلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د خلکو د سر او مال د خوندیتوب، د اساسي قانون د واکمنۍ او د ولسي جرګو پر جوړولو یې ټینګار وکړ.
