کوټه (وېب نيوز) د سوئي سدرن ګاز شرکت لوړپوړي چارواکي حاجي نصیر لهړي ویلي، د ګازو د زیاتو او ناسم بلونو د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه اخیستل کېږي او خراب مېټرونه به هم بدل شي. نوموړي د بلینګ کنټرول له مشر عامر اویس سره تر لیدنې وروسته وویل، د بلونو د نوي نظام له پلي کېدو سره ځینې لومړنۍ ستونزې پیدا شوې دي، خو د حل لپاره یې هڅې روانې دي. د هغه په وینا، تمه ده چې تر راتلونکې میاشتې پورې د بلونو په اړه د خلکو شکایتونه تر ډېره حل شي.
