تازه خبرونه ۳ نومبر ۲۰۲۶

ټرمپ د روان کال تر پایه له اسراییلو سره د کلنۍ مالي مرستې د بندولو اعلان وکړ

(وېب نيوز) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، امریکا به د روان کال له پای وروسته اسراییلو ته کلنۍ مالي مرسته نه ورکوي او په دې اړه یې له اسراییلي لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره هوکړه کړې ده. د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ فاکس نیوز ته ویلي، امریکا اسراییلو ته هر کال شاوخوا څلور میلیارده ډالره ورکوي، خو دا منظمې مرستې به نورې دوام ونه کړي. نوموړي ویلي، که اسراییل له کومې ستونزې سره مخ شي، واشنګټن به یې مرسته وکړي. د امریکا او اسراییلو ترمنځ د ۲۰۱۶ کال د دفاعي تړون له مخې، له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۸ کال پورې د ۳۸ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه شوې وه، خو د مرستې د بندولو د عملي کېدو جزئیات لا نه دي خپاره شوي.