تازه خبرونه ۳ نومبر ۲۰۲۶

د امریکا په ټاکنو کې د وړاندوینې پر انلاین بازارونو د میلیونونو ډالرو معاملې

امریکا(وېب نيوز) د امریکا د منځمهالو ټاکنو پر مهال د ټاکنیزو پایلو په اړه د وړاندوینې پر انلاین بازارونو د میلیونونو ډالرو معاملې شوې دي. د راپور له مخې، د کالشي په نوم پر یوه انلاین پلاتفورم په تېرو ۳۰ ورځو کې د ټاکنو اړوند بازارونو کې د شاوخوا ۴۵۴ میلیونه او ۲۰۰ زره ډالرو په ارزښت قراردادونه تبادله شوي دي. په دغو بازارونو کې د استازو جرګې، سنا، واليانو او د بېلابېلو ایالتونو د ټاکنو د پایلو په اړه پر اټکلونو پیسې لګول کېږي. دغه شرکت دا چارې دودیز قمار نه، بلکې د پېښو د قراردادونو سوداګري بولي. د راپور له مخې، د دې بازارونو اټکلونه د پیسو لګونکو د اوسنیو نظرونو څرګندونه کوي او د ټاکنو د وروستیو پایلو یا د ولس د رایې بدیل نه شي کېدای.