تازه خبرونه ۳ نومبر ۲۰۲۶

د پټرولو او ډیزلو په بیو کې کموالی اعلان شو

(وېب نيوز) حکومت د نومبر د څلورمې نېټې لپاره د پټرولو او ډیزلو د بیو د کمولو خبرتیا خپره کړې ده. د خبرتیا له مخې، د پټرولو په بیه کې د هر لیټر پنځه روپۍ او ۴۵ پیسې کموالی راغلی او نوې بیه یې ۳۶۹ روپۍ او شپږ پیسې ټاکل شوې ده. د ډیزلو بیه هم په هر لیټر درې روپۍ او ۶۸ پیسې راکمه شوې او نوې بیه یې ۳۹۱ روپۍ او ۵۲ پیسې اعلان شوې ده.