خیبر پښتونخوا(وېب نيوز) د سرچینو په وینا، په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر راج تر پلي کېدو یوه ورځ مخکې بیرسټر ګوهر له وزیراعلی سهیل اپریدي سره لیدلي وو، چې جنید اکبر، شاهد خټک او شفيع جان هم پکې حاضر وو. د تحریک انصاف د سرچینو په وینا، بیرسټر ګوهر وزیراعلی ته د فدرالي حکومت د ګورنر راج د پرېکړې په اړه معلومات ورکړي او وړاندیز یې کړی و چې د خبرو اترو په مسوده کې د ترهګرۍ اړوند یوه ماده بدله شي. خو د ګوند نورو مشرانو له دې وړاندیز سره موافقه نه وه کړې. سرچینې زیاتوي چې بیرسټر ګوهر وروسته د لیدنې جزیات پارلماني ډلې ته وړاندې کړل او له فدرالي حکومت سره د اړیکې پر مهال ورته ویل شوي وو چې اوس ناوخته شوې ده.
