(وېب نيوز) د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د ملي او کورني امنیت په غونډه کې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي وضعیت خبرې وشوې او د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د ترهګرۍ ضد عملیاتو د پراخولو پرېکړه وشوه. په غونډه کې د بلاول بوټو زرداري په مشرۍ د پیپلز ګوند پلاوي، لوړپوړو پوځي او ملکي چارواکو، فدرالي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا او پنجاب واليانو او د بلوچستان وزیراعلی ګډون کړی و. د سرچینو په وینا، د خیبر پښتونخوا لپاره د فدرالي حکومت د ۱۶۰ میلیارده روپیو د مرستې د پلي کېدو، د ګورنر راج وروسته د صوبې د وضعیت او د امنیتي ادارو ترمنځ د همغږۍ په اړه هم بحث وشو. وزیراعظم اړوندو فدرالي او صوبايي ادارو ته د ګډې او منظمې تګلارې له مخې د کار کولو لارښوونه وکړه. د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېټې د جوړولو موضوع هم تر بحث لاندې ونیول شوه.
