کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان د خبریالانو اتحادیې په مشرۍ د کوټې مطبوعاتو کلب مخې ته د مطبوعاتو د ازادۍ پر ضد د اقداماتو په غبرګون کې احتجاجي پرلت ترسره شو، چې خبریالانو او د مدني ټولنې استازو پکې ګډون کړی و. ویناوالو دغه لاریون د پاکستان د فدرالي خبریالانو اتحادیې د هېوادنۍ احتجاجي مبارزې پیل وباله او ویې ویل چې په نورو ښارونو کې به هم ورته مظاهرې وشي. هغوی د پېکا قانون په ګډون د مطبوعاتو پر ازادۍ د محدودیتونو، د رسنیو د کارکوونکو د ګوښه کولو او په کوټه کې د لسو ټلوېزیوني چینلونو د دفترونو د تړل کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. ځینو ویناوالو د اوسني حکومت پر مهال د مطبوعاتو وضعیت د جنرال مشرف د بېړني حالت له دورې هم خراب وباله. دوی د درېیو ټولنیزو رسنیو د فعالانو پر کورونو د ملي سایبري جرمونو د څېړنې ادارې د چاپو غندنه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې د بیان د ازادۍ پر وړاندې خنډ قوانین لغوه، د پېکا قانون د خبریالانو د سازمانونو په سلا اصلاح او د رسنیو د کارکوونکو جبري ګوښه کول بند شي.
