اسلاماباد (وېب نیوز) د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې ای ایس پي آر ادعا کړې چې پاکستان د لومړي ځل لپاره د خپلې جوړې کړې فضا څخه فضا ته د توغول کېدونکي «فاز» توغندي بریالۍ ازموینه کړې ده. د دولتي رسنیو د راپور له مخې، دغه توغندی په پرمختللي وروستي لارښود سیسټم سمبال دی او په اوږده واټن کې هوايي هدفونه په نښه کولای شي، چې له امله به یې د پاکستان د هوايي ځواک عملیاتي وړتیا زیاته شي. ملکي او پوځي مشرتابه دغه ازموینه د هېواد د دفاعي وړتیا او پر ځان د بسیا کېدو په برخه کې مهم ګام بللی دی.
