تازه خبرونه ۳ نومبر ۲۰۲۶

ټرمپ پر ایران د محدود برید پخلی وکړ، د هوايي دفاع پر سیستم د برید ادعا

واشنګټن (وېب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز سره په مرکه کې تایید کړې چې امریکا پر ایران برید کړی او د دغه هېواد د هوايي دفاع د سیستم یوه تاسیسات یې په نښه کړې ده. ټرمپ ویلي چې دا محدود برید و او د ایراني تاسیساتو له بشپړېدو سره سم پرې برید وشو. بل لور ته د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې بیا پیل د هېچا په ګټه نه دی او د خبرو اترو له لارې د شخړې د حل هڅې روانې دي. هغه زیاته کړې چې د ایران ستر مشر مجتبی خامنه‌یي حکومت ته په ځینو هغو موضوعاتو کې د خبرو اجازه ورکړې چې پخوا منع بلل کېدې، خو د دغو موضوعاتو په اړه یې نور وضاحت نه دی ورکړی.