ریاض (وېب نیوز) په سعودي عربستان کې ایتلافي ځواکونو ادعا کړې چې د مکې مکرمې په سیمه کې یې یوه بېپیلوټه الوتکه درولې او نسکوره کړې ده. د ایتلافي ځواکونو ویاند ډګروال ترکي المالکي پر اېکس په خپره کړې خبرپاڼه کې د ډرون د نسکورولو پخلی کړی، خو د الوتکې د مسیر، لېږونکي او احتمالي هدف په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي. تر دې وړاندې هم د اکتوبر پر ۳۰مه ایتلافي ځواکونو په مکه سیمه کې د یوه ډرون د نسکورولو ادعا کړې وه او هغه یې حوثي ځواکونو ته منسوب کړی و، خو د حوثیانو ویاند دغه تور رد کړی و.
