انٹرٹینمنٹ ۵ نومبر ۲۰۲۶

سبسایډي نه، اقتصادي خپلواکي د وخت اړتیا ده

لیکنه: سید انور شاه

د پاکستان اقتصاد د دې لپاره چې په خپلو پښو ودرېږي، اړینه ده چې حکومت د سبسایډۍ پر ځای داسې اقتصادي شرایط رامنځته کړي چې وګړي د خپل کار، وړتیا او سوداګریزو فعالیتونو له لارې په عزت ژوند وکړای شي. د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د وزیراعظم د تېلو د مرستې پروګرام د پرمختګ ارزونې غونډه او میلیونونو مستحقو وګړو ته د تېلو په بیو کې د مالي مرستې برابرولو اقدامات، بې له شکه په اوسنیو شرایطو کې د ستاینې وړ دي. د ګرانۍ او محدود عاید له امله خلکو ته سمدستي اسانتیا برابرول د حکومت مسؤلیت هم دی، خو دا حقیقت له پامه نه شي غورځېدای چې سبسایډي د اقتصاد د ستونزو دایمي حل نه، بلکې یو لنډمهالی ملاتړ دی.
د سبسایډۍ یوه اساسي ستونزه دا هم ده چې د وګړو د پېرلو ځواک زیاتولو، د نوو کاري فرصتونو رامنځته کولو او د تولیدي وړتیا لوړولو بدیل نه شي کېدای. کله چې دولت بیا بیا خلکو ته د بیو په راکمولو سره د ستونزو د کمولو هڅه کوي، نو مانا یې دا ده چې اقتصاد لا تر اوسه دومره پیاوړی شوی نه دی چې وګړي پر ځان بسیا کړي. دا په دې مانا نه ده چې خلکو ته مرسته ورکول ناسم کار دی، بلکې اصلي پوښتنه دا ده چې موږ به تر کومه وګړي د مرستو محتاج ساتو؟
د دولت اصلي بریا به هغه وخت وي چې د سبسایډۍ بودیجه په تدریجي ډول د سوداګرۍ، صنعت، کرنې، مسلکي زده کړو او کاري فرصتونو په رامنځته کولو ولګول شي. هغو کسانو ته چې کوچني کاروبارونه پیلوي، اسانه پورونه، ځوانانو ته مسلکي مهارتونه او د کار زمینه، بزګرانو ته عصري کرنیز امکانات او صنعتکارانو ته د کاروبار لپاره مناسب چاپېریال برابر شي. په دې توګه به وګړي د حکومتي مرستو پر ځای د خپلو اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو وړتیا پیدا کړي.
اوسنی د سبسایډۍ نظام هم باید داسې جوړ شي چې ګټه یې یوازې رښتینو مستحقو کسانو ته ورسېږي، په داسې حال کې چې د وړتیا او زیار خاوندانو ته د پرمختګ لارې پرانیستل شي. خو د سبسایډۍ ناڅاپي ختمول هم د هوښیارۍ کار نه دی، ځکه له وړاندې د ګرانۍ تر فشار لاندې خلک به له لا زیاتو ستونزو سره مخ کړي. له همدې امله باید د بدیلو اقتصادي فرصتونو له برابرولو سره سم، دا بهیر په تدریجي ډول ترسره شي.
پاکستان باید له مرستندوی اقتصاد څخه تولیدي اقتصاد ته واوړي. خلکو ته د مرستو او رعایتونو له لارې ژوند برابرول ښايي لنډمهالی ضرورت وي، خو هغوی ته پر خپلو پښو د درېدو فرصتونه برابرول د دولت اصلي مسؤلیت دی. تر هغه چې د ملي اقتصاد محور د دولتي مرستو پر ځای سوداګري، تولید، پانګونه او د کارموندنې فرصتونه نه وي، تر هغه وخته به د اقتصادي خپلواکۍ خوب حقیقت ته ونه رسېږي.