اسلام آباد (نوی ژوند)مائیک ہیسن په راولپنډۍ کې خبري غونډې ته وویل چې ویکټ ساتونکی بیټر محمد رضوان له ټیم څخه لرې کول یو واضح پیغام و چې نورو لوبغاړو ته هم ورکړل شوی دی. د هغه په وینا، تر ده مخکې رضوان نه په ټي20 سکواډ کې و او نه هم کپتان و، او د ویسټ انډیز سیریز وروسته د کپتانۍ په اړه بدلونونه راوستل شوي دي. هیسن وویل چې د لوبغاړو انفرادي کارکردګي او د ټیم ګټې ته په کتو پرېکړې کېږي، ځکه د نړیوال جام نه مخکې محدود یو ورځنیو میچونو کې ټیم ته د پاورپلې، منځنیو اوورونو او د رن جوړولو په برخه کې ښه والي ته اړتیا ده۔
