لوبي ۲۹ مئی ۲۰۲۶

ځوان پاکستاني فوټبالران له مهم نړيوال ايونټ څخه محروم شول

کوټه(نوي ژوند نيوز)د پاکستان فوټبال فېډرېشن (پي اېف اېف) کې د اوږدمهاله پلان نشتوالي او مالي ستونزو له امله پاکستاني ځوان فوټبالران يو ځل بيا له يوه مهم نړيوال ټورنمنټ څخه بې برخې شوي دي. د اسيايي فوټبال کنفډرېشن (اې اېف سي) له لوري د 2027م کال د انډر 20 اسيا کپ د کواليفاينګ پړاو ډرا اعلان شوې، خو د پاکستان نوم پکې نه دی شامل. د پي اېف اېف وياند په وينا د بوديجې د کموالي له امله پرېکړه شوې چې د انډر 20 قومي لوبډله کواليفايرز ته ونه لېږل شي او د دې پرېکړې په اړه د اپرېل په مياشت کې اې اېف سي ته خبر هم ورکړل شوی و. د روان کال د اګست کواليفايرز او راتلونکي کال په چين کې د اسيا انډر 20 کپ څخه په پرله‌پسې درېيم ځل پاتې کېدو سره به ځوان لوبغاړي د خپلو وړتياوو د څرګندولو له مهم نړيوال فرصت څخه محروم پاتې شي، او د فوټبال په حلقو کې د فېډرېشن پر کمزورې پلان جوړونې او د ځوانو لوبډلو لپاره د بنسټيزو مالي اسانتياوو پر نشتوالي نيوکې روانې دي.