لوبي ۲۹ مئی ۲۰۲۶

د اسرائيل پر ضد احتجاج، د آيرلېنډ او قطر فوټبال لوبه دوه ځله ودرول شوه

کوټه(نوي ژوند نيوز)د آيرلېنډ او قطر ترمنځ د فوټبال لوبه هغه مهال دوه ځله ودرول شوه کله چې مينه‌والو د اسرائيل پر ضد د راتلونکو لوبو په اړه احتجاج پيل کړ. راپورونه وايي چې آيرلېنډ ته د يوېفا نېشنز ليګ په سياليو کې له اسرائيل سره دوه لوبې پاتې دي چې په ټول هېواد کې يې سخت مخالفت روان دی. د عربي رسنيو له مخې د آيرلېنډ فوټبال اتحاديې له وړاندې د اسرائيلو د نړيوال فوټبال څخه د معطلولو غوښتنه کړې، خو يوېفا تر اوسه کوم اقدام نه دی کړی. د آيرلېنډ روزونکي هيـمر هالګريمسن هم ويلي چې لوبغاړي له غير ضروري فشار سره مخ دي، په داسې حال کې چې د لوبډلې کپتان نېتھن کولنز ويلي که کوم لوبغاړی احتجاج کول غواړي، لوبډله به يې مخه ونه نيسي.