مقامی ۷ جون ۲۰۲۶

پشین: کلی شخالزئی کې د دوو ډلو ترمنځ خونړی نښته، یو کس وژل شوی

پشین(نوې ژوند ویب نیوز) د پشین په نږدې سیمه کلی شخالزئی کې د ځمکې یا پخوانۍ شخړې پر سر د دوو وسلوالو ډلو ترمنځ خونړۍ نښته شوې ده، چې په پایله کې احسان الله نومی کس ځای پر ځای وژل شوی او دوه نور کسان سخت ټپیان شوي دي۔ د سرچینو له مخې له لفظي شخړې وروسته ناڅاپه ډزې پیل شوې چې په کې احسان الله ساه ورکړه، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د هغوی حالت نازک ښودل شوی دی۔ له پېښې وروسته په سیمه کې سخت ویره او اندېښنه خپره شوې او لیویز او پولیسو سیمه کلابنده کړې او د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي۔