کوئټه(نوې ژوند ویب نیوز) د بلوچستان پوهنتون د کارکوونکو اتحادیې غوښتنه کړې چې د صوبې د ټولو پوهنتونونو لپاره دې په راتلونکي بودیجه کې ۱۵ اربه روپۍ ځانګړې شي، څو د مالي بحران ستونزه حل شي. د اتحادیې په وینا د بلوچستان پوهنتون او نورې تعلیمي ادارې له سخت مالي بحران سره مخ دي او که ژر مالي مرسته ونه شي نو تعلیمي او اداري چارې به نورې هم اغېزمنې شي۔د اتحادیې غونډه د صدر شاه علي بګټي په مشرۍ ترسره شوه چې پکې جنرل سیکرټري ګل جان کاکړ او نورو چارواکو ګډون وکړ. په غونډه کې له صوبايي او وفاقي حکومت څخه غوښتنه وشوه چې د پوهنتونونو لپاره ځانګړی مالي پیکج اعلان کړي او د ریټایرډ کارکوونکو پاتې پیسې، لکه کموټېشن، ګریجویټي او نور واجبات دې ژر ادا کړل شي، ځکه چې شاوخوا ۱۴۵ ریټایرډ ملازمین له جدي مالي ستونزو سره مخ دي.اتحادیې دا هم ویلي چې د یوټیلیټي الاؤنس بحالي، د خالي پوسټونو پر وخت ډکول، او د پروموشنونو لپاره د ډیپارټمنټل کمیټو ژر جوړول ضروري دي، څو کارکوونکو ته خپل قانوني حقونه ورکړل شي او پوهنتون له مالي بحران څخه ووځي۔
