میرانشاه(نوې ژوند ویب نیوز) د پاکستان امنیتي ځواکونو د شمالي وزیرستان په میرانشاه سیمه کې د تېرو ۷۲ ساعتونو پر مهال په څو بېلابېلو عملیاتو کې ۲۷ خوارج وژلي دي. د پوځ د عامه اړیکو ادارې (آی اېس پي آر) په وینا، امنیتي ځواکونو د خوارجو ګڼ پټنځایونه په نښه کړل او له سختې نښتې وروسته یې د فتنه الخوارج اړوند ۲۷ وسله وال ووژل.آی اېس پي آر ویلي چې له وژل شویو کسانو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي. د بیان له مخې، یاد وسله وال په ګڼو ترهګریزو فعالیتونو او د بېګناه خلکو په هدفي وژنو کې ښکېل وو. همدارنګه ویل شوي چې د میرانشاه د مخور شخصیت شهید ملک سیف الله داوړ د هدفي وژنې غچ هم اخیستل شوی دی.امنیتي ځواکونو او د قانون پلي کوونکو ادارو ټینګار کړی چې د خوارجو پر ضد به عملیات تر بشپړ ختمېدو پورې دوام ولري.
