تازه خبرونه ۷ جون ۲۰۲۶

د تیزاب برید پر مهال د مېرمن ډاکټر د ژغورنې اتل عبدالرزاق ترکۍ سره د وزیراعلیٰ بلوچستان ټیلیفوني اړیکه

کوټه(نوې ژوند ویب نیوز) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي د سول روغتون کوټې د تیزاب برید په پېښه کې د یوې مېرمن ډاکټر د ژغورلو پر مهال د ځان سوځېدو ښکار شوي عبدالرزاق ترکۍ سره ټیلیفوني اړیکه ونیوله، د هغه د روغتیا پوښتنه یې وکړه او د هغه د زړورتیا، ایثار او انسان دوستۍ ستاینه یې وکړه. وزیراعلیٰ وویل چې عبدالرزاق ترکۍ د یوې انسانې د ژوند ژغورلو لپاره د خپل ځان پروا ونه کړه او د ریښتیني اتل په توګه یې بې سارې مېړانه وښوده. نوموړي اعلان وکړ چې د عبدالرزاق ترکۍ د درملنې ټول لګښتونه به د حکومت له خوا ورکول کېږي او اړوندو چارواکو ته یې سپارښتنه وکړه چې هغه ته غوره طبي اسانتیاوې برابرې کړي. میر سرفراز بګټي زیاته کړه چې حکومت به د عبدالرزاق ترکۍ تر بشپړې روغتیا پورې هر ډول طبي، مالي او اداري مرسته جاري ساتي، ځکه دا ډول زړور او فداکار کسان د ټولنې ریښتینې شتمني او ویاړ دي.