مقامی ۷ جون ۲۰۲۶

د موسیٰ خېل د خبریال لالا اسرافیل وژنه پر رسنیو د آزادۍ برید دی، د بلوچستان ژورنالیستانو اتحادیه

کوټهن(نوې ژوند ویب نیوز) د بلوچستان یونین آف جرنلسټس (بي یو جې) د موسیٰ خېل ولسوالۍ خبریال لالا اسرافیل د وژنې پېښه په سختو ټکو وغندله او د دې پېښې د رڼو، بې پرې او هر اړخیزو پلټنو غوښتنه یې وکړه. د بي یو جې مشر منظور احمد رند، جنرل سېکرټري شاه حسین ترین او د اتحادیې نورو غړو په ګډه اعلامیه کې ویلي چې د لالا اسرافیل وژنه نه یوازې د هغه کورنۍ، بلکې ټوله خبریاله ټولنه په ژور غم او اندېښنه کې اچولې ده. دوی زیاته کړه چې په بلوچستان کې د یوه بل خبریال وژل کېدل د رسنیو د آزادۍ او د خبریالانو د خوندیتوب په اړه د حکومتي دعوو پر وړاندې جدي پوښتنې راپورته کوي. بي یو جې له د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي او د کورنیو چارو صوبایي وزیر میر ضیاالله لانګو څخه غوښتنه کړې چې د پېښې د ټولو اړخونو لوړې کچې او شفافې پلټنې ترسره کړي، اصلي لاملونه او پټ لاسونه را څرګند کړي او ټول ککړ کسان د قانون منګولو ته وسپاري. اتحادیې ویلي چې د خبریالانو پر ضد د تاوتریخوالي او وژونکو بریدونو زیاتېدو په رسنیزه ټولنه کې د ناامنۍ احساس پیدا کړی او بي یو جې به د دې پېښې په اړه ژر خپل راتلونکی سخت دریځ او تګلاره اعلان کړي. په پای کې د مرحوم لالا اسرافیل له کورنۍ سره ژوره خواخوږي څرګنده او د هغه د بښنې او لوړو درجو لپاره دعا وشوه.