کوټه(نوې ژوند ویب نیوز) د آل پاکستان یونیورسټي ایمپلایز فېډرېشن مرکزي مشر چوهدري بشارت محمود، جنرل سېکرټري طیب اعجاز سواتي او د بېلابېلو صوبو مشرانو له وفاقي او صوبایي حکومتونو غوښتي چې د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال په بودیجه کې د هېواد د ټولو دولتي پوهنتونونو بودیجه لږ تر لږه سل سلنه زیاته کړي، څو د لوړو زده کړو ادارې له سخت مالي بحران څخه وژغورل شي. د فېډرېشن مشرانو په ګډه اعلامیه کې ویلي چې د هېواد ډېری دولتي پوهنتونونه له سختو مالي ستونزو سره مخ دي او ګڼ شمېر ادارې خپلو کارکوونکو ته پر وخت معاشونه، تقاعدي امتیازات او نور حقونه نه شي ورکولای. دوی زیاته کړه چې په ځانګړي ډول د بلوچستان ۱۱ دولتي پوهنتونونه د مالي سرچینو له کمښت سره مخ دي، نو ځکه باید د بلوچستان پوهنتونونو لپاره وفاقي ګرانټ لږ تر لږه ۵۰ اربه روپیو ته لوړ کړل شي. اعلامیه کې ویل شوي چې د خیبر پښتونخوا، آزاد کشمیر او نورو صوبو پوهنتونونه هم له ورته ستونزو سره مخ دي او صوبایي حکومتونه باید د ځانګړو فنډونو او ګرانټونو له لارې د دغو ادارو مالي ملاتړ وکړي. فېډرېشن خبرداری ورکړی چې که دا مالي بحران ژر حل نه شي، نو د لوړو زده کړو، څېړنې، تدریس او اداري چارو پر کیفیت به ناوړه اغېزې وکړي، او له وزیراعظم، وفاقي او صوبایي مالیې وزیرانو او د لوړو زده کړو کمېسیون څخه یې غوښتنه کړې چې لوړې زده کړې دې د ملي لومړیتوبونو برخه وګرځوي.
