کوټه(نوې ژوند ویب نیوز) د بلوچستان د مرکزي تاجرانو د تنظیم ویاند کاشف حیدري د هغه بیان په کلکه تردید کړی چې د کوټې ښار د شټر ډاون هړتال په اړه د ده په نوم په ټولنیزو رسنیو او نورو سرچینو کې خپور شوی دی. نوموړي ویلي چې دا خبرونه په بشپړه توګه ناسم، بې بنسټه او له حقیقته لرې دي. کاشف حیدري په خپل وضاحتي بیان کې ویلي چې ده د هړتال په اړه هېڅ ډول بیان نه دی ورکړی او نه یې هم کوم غیر اړوند کس ته د داسې اعلان واک سپارلی دی. هغه له ولس، سوداګرو، رسنیو او د ټولنیزو شبکو له کاروونکو غوښتنه کړې چې یوازې پر رسمي او تصدیق شویو اعلامیو باور وکړي او له ناتایید شویو خبرونو د خپرولو ډډه وکړي، ځکه د ده په نوم د جعلي بیانونو خپرولو موخه د سوداګرو او خلکو ترمنځ ګډوډي او غلط فهمۍ رامنځته کول دي.
