کوټه(نوې ژوند ویب نیوز) د بلوچستان د چاپېریال او موسمي بدلون صوبایي سلاکار نسیم الرحمن خان ملاخېل د کوټې په سول روغتون کې پر ډاکټرې ماه نور ناصر د تیزاب برید په سختو ټکو غندلی او دا یې یو ظالمانه، غیر انساني او جرمي عمل بللی دی. نوموړي ویلي چې پر ښځو، په ځانګړي ډول د روغتیا له سکتور سره تړلو کسانو دا ډول بریدونه د هېڅ متمدن ټولنې لپاره د منلو وړ نه دي. هغه زیاته کړه چې ډاکټره ماه نور ناصر د خلکو د خدمت سپېڅلې دنده ترسره کوله او پر هغې برید ډېر د افسوس وړ دی. ملاخېل د وزیراعلیٰ بلوچستان له لوري د عبدالرزاق ترکۍ لپاره د سول ایوارډ اعلان هم ستایلی او ویلي یې دي چې نوموړي د پېښې پر مهال د بې ساري زړورتیا، انسان دوستۍ او فرض شناسۍ بېلګه وړاندې کړه. هغه د ډاکټرې ماه نور ناصر او د هغې د کورنۍ سره بشپړ یووالی څرګند کړی او د نوموړې د ژر او بشپړې روغتیا لپاره یې دعا کړې ده.
