پاکستان ۷ جون ۲۰۲۶

د منع شوې جوائنټ ایکشن کمیټې د وسلوالو له خوا ډزې، ۴ امنیتي سرتېري شهیدان او له ۲۰ څخه زیات ټپیان

مظفرآباد/راولاکوٹ(نوې ژوند ویب نیوز) د آزاد جموں او کشمیر پولیسو په وینا، د منع شوې جوائنټ ایکشن کمیټې د وسلوالو له خوا د ډزو په پېښه کې ۴ امنیتي سرتېري شهیدان شوي او له ۲۰ څخه زیات نور ټپیان شوي دي.د آزاد کشمیر د پولیسو مشر (آی جي) دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې او ویلي یې دي چې وسلوالو کسانو د احتجاج تر نامه لاندې د قانون پلي کوونکو ادارو سرتېري په نښه کړي دي، چې دا هیڅکله سوله ییز سیاسي احتجاج نه بلکې منظم ترهګریز عمل دی.هغه وویل چې وسلوالو نه یوازې امنیتي ځواکونه بلکې یو طبي مرکز هم په نښه کړی، او پر CMH راولاکوٹ برید د عامو خلکو د ژوند لپاره جدي ګواښ دی.د آی جي په وینا، هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې د وسلوالو ډلو له لارې د سیمې امن او د خلکو ژوند یرغمل کړي. هغه شهیدانو ته درناوی وړاندې کړ او ویې ویل چې پولیس د شهیدانو له کورنیو سره ولاړ دي.هغه زیاته کړه چې د ټپیانو د درملنې لپاره ټول اړین ګامونه پورته کېږي او ټینګار یې وکړ چې د ریاست واک، امن او د خلکو خوندیتوب باندې به هېڅ ډول جوړجاړی نه کېږي.