تازه خبرونه ۹ جون ۲۰۲۶

ټرمپ: د ایران پر ضد د جګړې په صورت کې به اسرائیل یوازې پاتې شي

واشنګټن (ویب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې هغه د اسرائیل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو ته په واضح ډول ویلي چې امریکا نه غواړي نوې جګړه پیل کړي او نه هم د ایران پر ضد جګړې ته شین څراغ ورکوي. ټرمپ وویل که اسرائیل د ایران پر ضد جګړه پیل کړي نو کېدای شي چې ځان یوازې په میدان کې وویني. هغه زیاته کړه چې له اسرائیلي رسنیو سره په خبرو کې یې ویلي چې د ایران پر ضد د اسرائیلي بریدونو د کمولو لپاره هڅې شوې دي او د کشمکش کمولو کې یې رول لوبولی دی. د ټرمپ په وینا څو هېوادونو ورسره اړیکه نیولې وه او غوښتنه یې کړې وه چې پر اسرائیل فشار واچوي، او ټینګار یې وکړ چې د ایران لپاره غوره لار دا ده چې له امریکا سره د خبرو له لارې یو معاهده وکړي او شخړه د ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.