پاکستان ۹ جون ۲۰۲۶

د وزیراعظم شهباز شریف او د پیپلز ګوند د مشر بلاول بټو زرداري ترمنځ مهمه غونډه شوې

ااسلام آباد(ویب نیوز) سلام آباد کې د وزیراعظم شهباز شریف او د پیپلز ګوند د مشر بلاول بټو زرداري ترمنځ مهمه غونډه شوې چې پکې د وفاقي بجټ او د آزاد کشمیر د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه تفصیلي خبرې شوې دي. د سرچینو له مخې په غونډه کې پر مهمو ملي چارو بحث شوی او بلاول بټو زرداري وزیراعظم ته د آزاد کشمیر د وروستي وضعیت په اړه معلومات ورکړي او ټینګار یې کړی چې ټولې ستونزې باید د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې حل شي.