خانوزۍ (ویب نیوز) د پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند مشر خوشحال خان کاکړ په نګانده او زرغونه سیمو کې یوې لویې ولسي غونډې ته په وینا کې وویل چې پښتون قوم د خپلو طبیعي وسایلو، معدني زیرمو، اوبو، ځمکو او نورو ملي شتمنیو اصلي وارثان دي، خو لا هم د خپلو وسایلو او پرېکړو بشپړ اختیار نه لري. هغه وویل چې ګوند د پښتون قوم د سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ملي حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي او دا به تر خپل منطقي انجامه روانه وي. خوشحال خان کاکړ زیاته کړه چې په سیمه کې د بېوزلۍ، بېروزګارۍ او شاته پاتې والي اصلي لامل د پرېکړو له حقه محرومیت دی، او تر څو خلکو ته د خپلو پرېکړو حق ور نه کړل شي، د پرمختګ خوب به نیمګړی پاتې شي. په دې غونډه کې شاوخوا ۴۰۰ کسانو له بېلابېلو ګوندونو څخه استعفا ورکړه او د پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند سره یې یو ځای کېدل اعلان کړل، او ویناوالو د ۲۱ جون ۲۰۲۶ د قلعې سیف الله په فټبال سټېډیم کې د ملي شهید عثمان کاکړ د پنځم تلین په مناسبت د لوی جلسې لپاره د چمتووالي ټینګار وکړ.
