اسلام آباد (ویب نیوز) د ایوانِ صدر د سرچینو له مخې د پاکستان وفاقي حکومت پرېکړه کړې چې د مالي کال 2026-27 بجټ به په 10 جون نه وړاندې کېږي او د بجټ د وړاندې کولو نوې نېټه به د مالیې وزارت نن شپه اعلان کړي. سرچینې وایي دا پرېکړه د ولسمشر آصف علي زرداري او وزیراعظم شهباز شریف ترمنځ په شوې مهمه غونډه کې شوې، چې پکې اسحاق ډار هم موجود و. د سرچینو په وینا د صوبو له لوري وفاق ته د 1700 ارب روپیو د ورکړې موضوع به تخنیکي کمېټې حل کوي او د دې کمېټو جوړښت هم نن شپه متوقع دی. همدارنګه د قومي اقتصادي شورا غونډه چې ټاکل شوې وه سبا ترسره شي، اوس به د جون په 10 نېټه کېږي. چارواکي وایي د بجټ ځینې مهمې چارې لا هم نهايي شوي نه دي او مشورتي بهیر روان دی.
