تازه خبرونه ۱۰ جون ۲۰۲۶

بلوچستان کې د جون له ۱۱مې نېټې څخه د نامعلومې مودې لپاره د ټرانسپورټ او کاروبارونو تړلو اعلان

کوټه(نوې ژوند ویب نیوز) د آل بلوچستان ګرېنډ ټرانسپورټرز اتحاد، آل بلوچستان ټرانسپورټرز ایکشن کمېټې، پنجاب ـ خېبرپښتونخوا بس یونین او آل بلوچستان بس یونین مشرانو د بلوچستان ټرانسپورټرز، سوداګرو او ماینونو مالکانو د اتحاد له خوا د جون له ۱۱مې نېټې څخه په ټول صوبه کې د نامعلومې مودې لپاره د «پیه جام» او «شټر ډاون» هړتال د بریالي کولو غوښتنه کړې ده. د ګډې اعلامیې له مخې، ټرانسپورټران، سوداګر، صنعتکاران او د ماینونو مالکین له اوږدې مودې راهیسې له اقتصادي ستونزو او نامعلوم وضعیت سره مخ دي چې له امله یې کاروباري فعالیتونه اغېزمن شوي او د زرګونو خلکو د روزګار ستونزې زیاتې شوې دي. مشرانو له حکومت او اړوندو ادارو وغوښتل چې د سوداګرۍ ټولنې پنځه اساسي غوښتنې ژر ومني او عملي ګامونه پورته کړي، کنه د احتجاج دا لړۍ به لا پراخه شي. هغوی ټینګار وکړ چې د خپلو حقونو او قانوني غوښتنو څخه به په هېڅ صورت نه تېرېږي او د صوبې له ټولو سوداګرو، ټرانسپورټرانو، صنعتکارانو او عامو خلکو یې وغوښتل چې په هړتال کې فعاله ونډه واخلي.