کوټه(نوې ژوند ویب نیوز) د بلوچستان هایکورټ د سردارزاده شهزاد صالح بوټاني پر ضد د حب سېشن جج له خوا ورکړل شوې سزا په موقتي ډول ځنډولې او د هغه د سمدستي خوشې کېدو حکم یې صادر کړی دی. د معلوماتو له مخې، د بلوچستان هایکورټ مشر قاضي د سزا د ځنډولو غوښتنلیک اورېدلی او د دوو، دوو لکو روپیو د ضمانتي مچلکو په بدل کې یې د هغه د خوشې کېدو امر کړی دی. د عدالتي حکم او قانوني پروسې تر بشپړېدو وروسته شهزاد صالح بوټاني له ډسټرکټ زندان کوېټې څخه خوشې او خپل کور ته ستون شوی دی. د بوټاني هاوس ته د رسېدو پر مهال د هغه هرکلی وشو او د بېلابېلو ټولنیزو او سیاسي حلقو کسانو، مشرانو او پلویانو ورته د مبارکۍ څرګندونې وکړې، خوږې یې ووېشلې او د هغه خوشې کېدل یې د انصاف او قانون بریا وبلله.
