پنجګور(نوی ژوند ویب سائټ نیوز)د پنجګور د سوردو په سیمه کې نامعلومو وسلوالو کسانو پر یو موټر ناست ډزې کړي چې په پایله کې یو کس چې حاتم نومېده په ځای وژل شوی او دوه نور کسان حلیم او بهروز سخت ټپیان شوي دي، د پولیسو په وینا بریدګرو مخکې له مخکې په موټر سایکلونو سره په سیمه کې کمین نیولی و او کله چې موټر تېرېده نو په نښه یې کړ، د پېښې وروسته پولیس او امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي، سیمه یې کلابنده کړې، مړی او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او ټپیانو ته طبي مرسته ورکول کېږي، پولیسو د قانوني کاروایۍ وروسته مړی د ورثاوو سپارلی او د برید د علت معلومولو او د ملزمانو د نیولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي۔
