کوټه (نوی ژوند ویب سائټ نیوز)پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د صوبې د ټرانسپورټرانو، سوداګرو، صنعتکارانو او کاروباري طبقې له لوري د 11 جون په اعلان شوې پهيه جام او شټر ډاون هړتال بشپړ ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې په بلوچستان کې د امن او امان وضعیت ډېر اندېښمن او خراب شوی دی، او حکومت د خلکو د ځاني او مالي خوندیتوب په برابرولو کې ناکامه ښکاري، په بیان کې ویل شوي چې په قومي لویو لارو او بینالاضلاعي سړکونو کې د ناامنۍ، لوټمار، تښتونو او بډو اخیستنې پېښې زیاتې شوې دي چې له امله یې ټرانسپورټ، تجارت او پانګونه سخت زیانمن شوي دي، د ګوند په وینا د زیارت، هرنايي، چمن، ژوب، لورالايي، مستونګ، قلعه عبدالله او تر کراچۍ پورې په مختلفو لارو مسافر او بار وړونکي وسایط له جدي خطر سره مخ دي او په څو پېښو کې د موټرو سوځولو، چلوونکو تښتولو او د کروړونو روپیو زیانونو راپورونه ورکړل شوي دي، په بیان کې له وفاقي او صوبایي حکومت څخه غوښتنه شوې چې په لویو لارو مؤثره امنیتي انتظامات یقیني کړي، د جرمونو په پېښو کې ککړو کسانو پر ضد بېامتیازه عملیات وکړي او زیانمنو ټرانسپورټرانو او سوداګرو ته تاوانونه ورکړي، او ټولو سیاسي او ولسي تنظیمونو ته یې هم بلنه ورکړې چې د دې سولهییز احتجاج ملاتړ وکړي.
