مقامی ۱۰ جون ۲۰۲۶

پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند ګډه غونډه، د ملي شهید عثمان خان کاکړ پنځمه تلین د جون په 21 مه نمانځل کېږي

کوټه (نوی ژوند ویب سائټ نیوز)د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د صوبایي او ضلعي ایګزیکټو غړو ګډه غونډه د کوټې په مرکزي سیکرټریټ کې د صوبایي صدر نصرالله خان زیرې په مشرۍ ترسره شوه چې پکې د ګوند لوړپوړو مشرانو رضا محمد رضا، سید قادر آغا ایډوکیټ، محمد عیسی روشان، الله نور خان او فقیر خوشحال کاکړ په ګډون نورو غړو هم ګډون وکړ، په غونډه کې په متفقه توګه پرېکړه وشوه چې د پښتون ملي تحریک مشر ملي شهید پنځمه تلین به د جون په 21 مه د قلعه سیف الله په فوټبال سټیډیم کې د یوې سترې ولسي او سیاسي غونډې په بڼه نمانځل کېږي، غونډه کې د هېواد په عمومي سیاسي وضعیت، په صوبه کې د امن او امان خراب حالت، ګراني، بې روزګاري او ولسي ستونزو باندې هم بحث وشو او د جمہوري او آئیني مبارزې د لا منظمولو پرېکړه وشوه، د برسي د تیاریو لپاره بېلابېلې کمیټې جوړې شوې او له ولس څخه غوښتنه وشوه چې په لوی شمېر کې په دې غونډه کې ګډون وکړي او دا تاریخي اجتماع کامیابه کړي.