کوټه (نوی ژوند ویب سائټ نیوز) پشتونخوا ملي عوامي ګوند په خپل بیان کې په جنوبي پشتونخوا او په ځانګړي ډول د کوټې په هلکانو او نجونو ډګري او پوسټ ګریجویټ کالجونو کې د پښتو څانګې د استادانو د تبادلو او د دې څانګې د تخنیکي ډول ختمولو هڅې سختې غندلې او دا یې د پښتون ضد پالیسي بللې ده، په بیان کې ویل شوي چې د پښتو ژبې، کلتور او ملي تشخص پر ضد دا اقدامات د یوې منظمې پلان جوړونې له مخې روان دي چې هدف یې په تعلیمي ادارو کې د پښتو تدریس محدودول او ورو ورو ختمول دي، ګوند له حکومت او د تعلیم له محکمه غوښتنه کړې چې په ټولو کالجونو کې دې د پښتو ژبې د تدریس لپاره اړین استادان ژر تر ژره وټاکل شي او د دې څانګې پر ضد ټولې پټې او څرګندې پالیسۍ دې ختمې شي، بلخوا په کوټه کې د محرم الحرام د امنیت او ورورولۍ د پیاوړتیا لپاره د ډي آی جي عمران شوکت په مشرۍ مهمه غونډه هم شوې چې پکې د امنیتي پلان، جلوسونو، مجالسو، سی سي ټي وي څارنې او ګډو ادارو د همغږۍ په اړه تفصیلي پرېکړې وشوې، علماوو په غونډه کې د امن د ټینګښت او د تفرقې د مخنیوي ژمنه وکړه او وویل چې د کربلا پیغام د یووالي او ورورولۍ درس دی.
