مقامی ۱۰ جون ۲۰۲۶

ملک او قوم د بې‌دینۍ او ناامنۍ ښکار، ځوان نسل له تعلیم لرې او بې‌حیایۍ ته هڅول کېږي، مولانا فضل الرحمان

اسلام‌اباد، کوټه (نوی ژوند ویب سائټ نیوز) د جمعیت علما اسلام پاکستان مرکزي مشر مولانا فضل الرحمان ویلي چې هېواد او ولس په دې وخت کې د بې‌دینۍ او ناامنۍ له سختې څپې سره مخ دي او ځوان نسل په قصدي ډول له تعلیم لرې ساتل کېږي او بې‌حیایۍ او فحاشۍ ته هڅول کېږي، هغه دا څرګندونې د جمعیت طلبه اسلام مرکزي جنرل سیکرټري عبدالمنان کاکړ په مشرۍ راغلي وفد سره د لیدنې پر مهال وکړې چې پکې حافظ عبدالخالق صدیقي، اختر علي، ابوذر وزی، عثمان قاسمي او امین الله خاکسار هم شامل وو، مولانا فضل الرحمان وویل چې د جې ټي آی مسؤلین باید په تعلیمي ادارو، مدرسو، کالجونو او پوهنتونونو کې خپل تنظیمي فعالیتونه نور هم فعال کړي، هغه د هېواد پر سیاسي او اقتصادي وضعیت اندېښنه وښوده او ویې ویل چې پاکستان له سخت عدم استحکام سره مخ دی او ملي یووالی د هېواد د بحران د حل یوازینۍ لاره ده، هغه زیاته کړه چې د جون په 18 مه په چارسده کې د مولانا شیخ محمد ادریس رحمه الله کانفرنس به مهم او مثبت پایلې ولري.