خاران (نوی ژوند ویب سائټ نیوز) د زهرې پېښې پر ضد د بي این پي په بلنه بشپړ شټر ډاون هړتال، ټول کاروباري مرکزونه تړل شوي خاران، 9 جون 2026: د بلوچستان نېشنل ګوند په مرکزي بلنه د زهرې پېښې پر ضد په خاران کې بشپړ شټر ډاون هړتال ترسره شو چې له امله یې ټول تجارتي، کاروباري مرکزونه او مالي ادارې تړل شوي وو، په دې مهال د چیف چوک کې د بي این پي د ضلعي ډپټي ارګنایزر ندیم بلوچ سیاہ پاد په مشرۍ د ګوند مشرانو صدام حسین بلوچ، همراز ساسولي، محی الدین بلوچ، خدا بخش بلوچ، کریم ثنا بلوچ، چیف زکریا، عزیز احمد، جمیل بلوچ او صالح قادري ګډون درلود او د هړتال وضعیت یې څارنه کوله۔
