کوټه (نوی ژوند ویب سائټ نیوز) د بلوچستان صوبایي اسمبلۍ د ښځو د پرمختګ قائمې کمېټې غونډه د چیئرمېن فضل قادر مندوخېل په مشرۍ ترسره شوه چې پکې د 240 میلیونه روپیو په لګښت د خوندیتوب کورونو (سیف هومز) د جوړولو پر پروژې تفصیلي بحث وشو، غونډه کې ویل شوي چې د دې پروژې هدف د تاوتریخوالي ښکار، بېسرپرسته او زیانمنو ښځو ته د خوندي او باعزته استوګنې برابرول دي چې پکې به د رواني مشورې، قانوني مرستې او د ماشومانو د ساتنې اسانتیاوې هم شاملې وي، چارواکو وویل چې د اوو پر ځای د دوو ضلعو په پائلټ پروژې کار کول عملي او اغېزمن انتخاب دی ځکه په ټولو ضلعو کې د بودجې وېش به د معیاري مرکزونو لپاره کافي نه وي، په غونډه کې سپارښتنه وشوه چې لومړی دا ماډل سیف هومز په ژوب او خاران کې جوړ شي او وروسته یې ساحه نورو ضلعو ته وغځول شي، او دا پروژه دې د مرحلو په بڼه عملي شي تر څو یوه اغېزمنه او عملي نمونه رامنځته شي۔
