کوټه (نوی ژوند ویب سائټ نیوز) ابراهیم رضايي ویلي چې ایران د دښمن په وړاندې له هر وخت څخه زیات چمتو دی، دا څرګندونې په داسې وخت کې مخې ته راغلې دي چې د امریکا ولسمشر ایران ته د سختو پایلو ګواښ کړی او ویلي یې دي چې تهران د ممکنه تړون په اړه په خبرو کې ناوخته شوی او اوس به یې قیمت پرې کوي، ټرمپ دا هم ادعا کړې چې د ایران پوځ، سمندري ځواک او هوايي ځواک ته سخت زیان اوښتی دی، وروسته په اوول دفتر کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال هغه وویل چې د هرمز تنګي په څنډه کې د یوې امریکايي اپاچي هیلی کاپټر د هدف ګرځېدو له پېښې وروسته امریکا د ځوابي اقدام حق لري او ممکنه کارروایي تر غور لاندې ده، بل لوري ته ایراني چارواکو ویلي چې هېواد د هر ډول ګواښ مقابلې ته بشپړ چمتو دی۔
