پاکستان ۱۰ جون ۲۰۲۶

د مظفرآباد نږدې د پاک پوځ MI-17 هېلي کاپټر پېښه، ټول اهلکار شهیدان

راولپنډۍ (نوي ژوند ویب سایټ نیوز) د مظفرآباد نږدې د پاک پوځ هېلي کاپټر د فني خرابۍ له امله د الوتنې پر مهال غورځېدلی او تباه شوی، چې له امله یې په کې سپاره ټول اهلکار شهیدان شوي دي. د په وینا د پېښې وروسته د ژغورنې ډلې سمدستي سیمې ته رسېدلي او د مرستې عملیات یې پیل کړي دي، او د پېښې د علت معلومولو لپاره لوړپوړی تحقیقي بورډ جوړ کړی شوی دی. د پاک پوځ مشرانو د انساني ژوند د ضایع کېدو په دې پېښه ژور خپګان څرګند کړی، او وزیراعظم شهباز شریف هم د شهیدانو کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې او هغوی ته یې د خراج عقیدت وړاندې کړی دی.