اسلام آباد (نوی ژوند ویب سائټ نیوز) د قومي اقتصادي کونسل له غونډې وروسته مېډیا سره په خبرو کې د خیبرپختونخوا وزیراعلیٰ سهیل آفریدی وویل چې هغه په غونډه کې د صوبې د ولس موقف په قوي ډول وړاندې کړ او وزیراعظم شهباز شریف ډاډ ورکړی چې نیشنل فنانس کمیشن (این ایف سی) ایوارډ به په 180 ورځو کې فائنل شي. د هغه په وینا دا ایوارډ ډېر وخت راهیسې نه دی اپډېټ شوی، او اوس به د قبایلي سیمو اړتیاوې هم پکې شاملې شي. نوموړي وویل که د صوبو ترمنځ اتفاق رانه شي نو مسوده به د وزیراعظم له لارې ایوانِ صدر ته ولېږل شي. همدارنګه د خزانې مشاور مزمل اسلم وویل چې مالي او نورو معاملو کې پرمختګ به په تدریجي ډول ترسره شي.
