کوټه (وېب نیوز)د جمعیت علماء اسلام مرکزي جوائنټ سیکرټري او پخواني سپیکر اسمبلی ویلي چې په هېواد کې اقتصادي خرابۍ، ګراني او بېروزګاري دومره زیاتې شوې چې ملي اقتصاد د وینټیلیټر په حالت کې دی. نوموړي په کوټه کې ویلي چې د حکومت د خصوصي کولو، ګراني او د نړیوالو مالي ادارو پالیسیو هېواد د تباهۍ پر لور بېولی دی. هغه وویل چې په اوسني وضعیت کې نه یوازې بېروزګاري او ګراني کمه شوې نه ده بلکې نور هم زیاته شوې ده او د ادارو د خصوصي کولو لړۍ روانه ده. د هغه په وینا د آی اېم اېف د پالیسیو له امله د مزدورانو او ملازمینو اقتصادي وژنه روانه ده. ملک سکندر ایډووکیټ وویل چې د 75 کلونو راهیسې هېواد یو ظالمانه نظام ته سپارل شوی چې له امله یې هېواد په پرله پسې اقتصادي بحران کې دی. هغه زیاته کړه چې د اشرافیه طبقې د ګټې لپاره پر ولس مالیې او د تېلو بیې لوړېږي او هېواد نور هم د پورونو لاندې راځي.
