کوټه (وېب نیوز)*د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره د سولې تړون د روانې اوونۍ په ترڅ کې د لاسلیک کېدو تمه شته او د تړون اسنادو ته وروستۍ بڼه ورکول کېږي. نوموړي په یوه بیان کې وویل چې د تړون د لاسلیک مراسم به ښایي په اروپا کې ترسره شي او د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس به هم پکې ګډون وکړي. ټرمپ زیاته کړه چې له ایران سره خبرې اترې د ایراني مشرتابه تر لوړې کچې رسېدلې او د تړون وروستي ټکي د ټولو اړخونو له لوري تایید شوي دي. هغه وویل چې پاکستان د دې بهیر په بریالیتوب کې مهم او مثبت رول لوبوي او د پاکستان د وزیراعظم او فیلډ مارشل هڅې یې هم وستایلې. د نوموړي په وینا د هرمز تنګي سمندري محاصره به تر هغه وخته دوام ولري څو تړون وروستۍ بڼه خپله نه کړي. ټرمپ وویل چې امریکا، ایران، اسرائیل، سعودي عرب، متحده عربي امارات، پاکستان، قطر، ترکیه او نور اړخونه د دې هوکړې برخه دي. بل لور ته د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ترمنځ ټیلیفوني خبرې هم شوې چې پکې له ایران سره د مشورو او روان پرمختګ په اړه بحث وشو.
