کوئټه (ویب ډیسک) د کورنیو چارو وزیر میر ضیا الله لانگو په کوئټه کې د ایوان صنعت و تجارت سره په وینا کې وویل چې حکمران بادشاهان نه بلکې د ولس خادمان دي او د دښمنو عناصرو له خوا د اربونو ډالرو په لګښت په بلوچستان کې د امن خرابولو هڅې روانې دي، خو ولس، حکومت او کاروباري ټولنه به په ګډه دا سازشونه ناکام کړي، په دې موقع د بلوچستان بزنس الائنس اینډ ایکشن کمیټې او چیمبر آف کامرس له خوا د هړتال د ځنډولو اعلان وشو، په مذاکراتو کې لوړ پوړي چارواکي هم موجود وو، وزیر وویل چې حکومت د کاروباري طبقې ستونزې حل کولو ته ژمن دی، د امن د ټینګښت لپاره به ټولې ادارې په ګډه کار کوي، او د احتجاج حق منل شوی خو ټولې ستونزې به د خبرو له لارې حل کېږي، حکومت به د تاجرانود ستونزو د حل لپاره له وفاق سره هم رابطې کوي او بشپړه همکاري به کوي۔
