پاکستان ۷ مئی ۲۰۲۶

موږ د پاکستان په سياست کې فریق نه يو، ډي جي آئي ايس پي آر

راولپنډي (نوي ژوند د پاکستان د پوځ وياند ليفټننټ جنرل احمد شريف چوهدري ويلي دي چې وسله وال پوځ د هېواد په سياست کې هېڅ ډول فریق نه دی او سياسي خبرې د سياسي ګوندونو حق دی۔ نوموړي د “معرکه حق” د يو کال پوره کېدو په اړه خبري کانفرنس کې وويل چې پوځ د هېواد رسمي دفاعي ځواک دی او هېڅ سياسي فکر نه تمثيلوي۔ هغه وويل چې پوځ او ولس ترمنځ د واټن تصور غلط دی او هېڅوک نه شي کولای د دواړو ترمنځ فاصله پيدا کړي، ځکه پوځ د عام ولس، په ځانګړي ډول د غريب طبقې پوځ دی۔ ډي جي آئي ايس پي آر وويل چې د پاکستان په اړه د هند فکر غلط ثابت شوی او د هغوی د “اکھنډ بهارت” سوچ حقيقت نه لري۔ هغه وويل چې د کشمیر مسئله يوه نړيواله شخړه ده او د هغې راتلونکی به د کشمیري ولس له خوا ټاکل کېږي۔ نوموړي زياته کړه چې د ترهګرۍ پر ضد عمليات دوام لري او د افغانستان ځينو سيمو کې د ترهګرو پر ضد هم اقدامات شوي دي۔ هغه وويل چې پاکستان د هر ډول خطر په وړاندې چمتو دی او د هېواد دفاع مضبوطه ده۔