تازه خبرونه ۱۲ جون ۲۰۲۶

ټرمپ پر ایران د سختو بریدونو اعلان وکړ، د تېلو او ګازو تاسیساتو د کنټرول ادعا یې وکړه

کوټه (وېب نیوز)د امریکا ولسمشر ټرمپ ادعا کړې چې امریکا به نن شپه پر ایران ډېر سخت بریدونه وکړي او په نږدې راتلونکي کې به د ایران د تېلو او ګازو پر مهمو تاسیساتو کنټرول ترلاسه کړي. نوموړي په ټولنیزو رسنیو کې په خپور شوي بیان کې ویلي چې د ایران سمندري ځواک، هوايي ځواک، رادارونه او دفاعي وړتیاوې سختې زیانمنې شوې دي او امریکا به ایران د شدیدو بریدونو هدف وګرځوي. ټرمپ زیاته کړه چې د په ګډون به د ایران مهم د تېلو مرکزونه تر خپل کنټرول لاندې راولي او د ایران د تېلو او ګازو بازارونو بشپړ واک به ترلاسه کړي. هغه د مثال هم ورکړ او ادعا یې وکړه چې امریکا هلته هم ورته تګلاره عملي کړې وه چې پایلې یې مثبتې وې.